(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په کندهار کې د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د وږي ۸مه، باختر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې  لاندې، د بشري مرستو د صندوق په مالي ملاتړ او د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستومؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په سیاجوی سیمه کې د شاوخوا ۱۰۰زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ یاده شبکه د ۴۰زره لېټره اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې په بشپړېدو سره يې د نوموړې سیمې ۱۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکې هم د یادو شبکو په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې سره به د ناپاکو اوبو له کبله د ډېرو پېښېدونکو نارغیو مخنیوی هم وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا