(PS)خبرونه(PS)ورزش

په کندهار کې د کیک بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د کندهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د کیک بوکسنګ فدراسیون له لوري د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د دغو سیالیو کې موخه د یاد ولایت په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل وو، چې په پایله کې ۱۰ غوره ورزشکاران د یاد ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
هېره دې نه وي، چې دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا