(PS)خبرونه(PS)ورزش

په کندهار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د زمري ۳۰ مه، باختر

د کندهار ولايت په مرکز کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ناک اوټ سيالۍ چې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د ملګرو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې په وطن ورزشي جمنازيوم کې ترسره شوې، پايلوبې ته يې ملګري او مستان لوبډلو لاره موندلې وه، چې په پايله کې ملګري لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په‌ پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا