خبرونهامنیت

په کندهار کې د ۵۵۰ نظامي زغرو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر

په کندهار کې ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲ تنه د زغرو د قاچاق په تور نیولي دي.

د 205 البدر قول اردو د درېیمي سرحدي لوا امنیتي ځواکونو باختر آژانس ته وویل چې  نن یې په کندهار کې بهر ته د نظامي زغرو د قاچاق  په تور دوه تنه نیولي او ۵۵۰ زغرې یې هم ترې ترلاسه کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره له هېواده بهرته د قاچاقو مخه نیول شوې ده.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا