ښوونه او روزنه

په قندهار کې د دوو لومړنيو ښوونځيو لپاره ودانۍ رغول کېږي

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د کليو د بيا رغاونې او پراختيا  وزارت د ولسي تړون ملي  پروګرام د څلورو مليونو افغانيو په لګښت  په قندهار کې د يوه لومړني ښوونځي  لپاره ودانۍ رغوي .
باختر اژانس ته د کليو د بيا رغاونې اوپراختيا وزارت د ولسي  تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو د ادارې مسوول ويلي چې، دغه ودانۍ د قندهار د پنجوايي  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې رغول کېږي .
د يو بل خبر له مخې، د کليو د بيا رغاونې اوپراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام  د څه د پاسه  درې مليونو افغانيو په لګښت  په قندهار کې د يوه لومړني  ښوونځي لپاره  ودانۍ جوړوي .
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبر ورکړ، چې دغه ودانۍ د څه د پاسه درې مليونو افغانيو په لګښت د قندهار د تخته پل ولسوالۍ په مربوطاتو کې رغول کېږي.
د يادې ودانۍ په رغېدو سره به په تخته پل ولسوالۍ کې  ٢٦٠ زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابره شي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته