
کابل، لېندې۷مه، باختر
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د نور زو شاه برج څخه تر پاچا خان جادې پورې د ۱۳۳۰ مترو په اوږدوالي او ۱۴ مترو په سور والي سره د یو سړک د رغولو چارې پيل شوې.
د کندهار ښاروال حسن حاجي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه سړک د نور زو شاه برج څخه تر پاچا خان جادې غځېدلی، چې د ۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت د کندهار ښاروالۍ په انکشافي بودیجه جوړېږي.
یاده دې وي، چې د دغه سړک د رغولو چارې به د ۶ میاشتو موده کې بشپړې شي.
ص