فرهنګ

يوه اندازه تاريخي اثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
يوه اندازه تاريخي اثار چې په جوزجان ولايت کې ترلاسه شوي دي نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري ددغو اثارودسپارلو  په مراسمو کې څرګنده کړه چې په دغو اثارو کې يواتيا فلزي  سکې ،  څلور څلويښت ښيښه يي  پارچې  يو دژيړو  تيلي څراغ ( شيطان  چراغ )  يو حيواني فسيل چې په اوبو کې ژوند کاوه او اوس يې د ډبرې بڼه غوره کړې ده ، شامل دي
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ، زياته کړه چې ښايي فلزي  سکې له اسلام څخه به مخکې دورې پورې ، حيواني فسيل  چې د ډيرې بڼه يې غوره کړې ده ، دپلستوسين ( يخبندان )  په دورې پورې او هم ښيښې پارچې هم  په تيرو دورو پورې اړه ولري .
ده زياته کړه چې دغه اثار به له پاکولو او له لابراتواري  تحقيقاتو وروسته په ښه توګه مشخص شي چې په کومو تاريخي دورو پورې اړه لري .
دغه اثار دجوزجان ولايت دملي امنيت دمنسوبينو له  خوا ددغه ولايت په مربوطاتو کې ترلاسه شوي دي اوکابل ته له ليږدونې وروسته ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داستازي حامدحميدي  له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته وسپارل شول .
داطلاعاتو  او فرهنګ وزارت سرپرست دغه اثار دساتنې په خاطر دملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي ته وسپارل .
دغه راز په دغو مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې ددغو اثارو په خاطر دجوزجان ولايت دملي امنيت او داطلاعاتو اوفرهنګ دمسوولينو او منسوبينو قدرداني وکړه ويې ويل چې دهېواد دتاريخي اثارو ساتنه يوازې  ددولتي بنسټونو مسووليت نه دى بلکې په دې برخه کې دافغانستان ټول خلک مسووليت لري او په دې لاره کې بايد خلک له دولتي بنسټونو سره همکار واوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته