خبرونهامنیت

په کندهار کې زیاته اندازه نشه يي توکي کشف او وسوځول شول

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

ځايي چارواکو په کندهار ولایت کې د 12000 کيلو ګرامه نشه یي توکو د کشف او له  منځه وړولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبر له مخې امنيتي ځواکونو د اومانو په نوم دغه نشه يي توکي د نېش ولسوالۍ د پودنې په غره کي کشف کړي دي.

د امنيتي ځواکونو په خبره نشه یي توکي دلته په غره کي نورو سیمو ته د لېږدولو په موخه راټول کړای شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار ولایت امنیتي ځواکونو څه موده وړاندې هم یوه زیاته اندازه اومان، چې له روزګان ولایت څخه کندهار ښار ته لېږدول کېدل د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي او له منځه وړي وو.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا