اقتصاد

په سمنګانوکې د خربوزې او هندوانې د حاصلاتو زياتوالى

کابل/ باختر/ د زمري ١٢ مه
په سمنګانوکې د خربوزې او هندوانې په حاصلاتوکې ٥٤ سلنه زياتوالى راغلى دى.
د سمنګانو د کرنې ادارې مسوولين وايي چې سږ کال د خربوزې او هندوانې حاصلات د تېرکال په پرتله ٥٤ سلنه زيات شوي دي.
د سمنګانو د کرنې او اوبو لګولو ادارې رييس محمد رحمان ارغنديوال باختر آژانس  ته وويل: په روان کال کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې کروند ګرو په ٧ زره ٥٠٠ هکتاره آبي او للمي ځمکه کې خربوزه او هندوانه وکرله چې په پايله کې ٩٢ زره ٢٥٠ ټنه د خربوزې او هنداونې حاصلات ترلاسه کړل چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله ٥٤ سلنه زياتوالى ښيي.
د کرنې رييس زياته کړه: يو ټن خربوزه او هندوانه له ٨ زرو څخه تر ١٠ زرو افغانيو پورې پلورل کېږي او کروندګر د هغو د پلورلو له درکه ٧٢٨ميليونه افغانۍ ترلاسه کوي.
ارغنديوال وويل: کروندګرو تېرکال په ٣ زره ٩٠٠ هکتاره آبي او للمي ځمکه کې خربوزه او هندوانه کرلې وه چې د وچکالۍ له امله ٩ زره ٧٠٠ ټنه حاصلات يې ترلاسه کړل.
هغه زياته کړه: د خربوزې او هندوانې کرکيله له کلونو کلونو را په دېخوا په سمنګانو کې رواج دى او سږ کال کروندګر له خپلې کرکيلې څخه خوښ دي.
د سمنګانو د کرنې مسوولين وايي چې هر کال څو ټنه خربوزه او هندوانه بهر ته صادريږي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته