(PS)خبرونه(PS)امنیت

په کندهار کې ١٢ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د کندهار د امنيې قومندانۍ مسوولين وايي، چې په دغه ولایت کې ١٢ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ صابر باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو په اوومه حوزه کې ٩ تنه ساقیان او ٣ تنه د غلا په تور نیولي دي.
صابر زياته کړه، چې په دغه ولایت کې د ساقیانو او غلو پر وړاندې جدي عمليات دوام لري.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا