ټولنه

درې ويشت تنه د هوا د سړښت او د واورې د اورښت له امله له منځه تللي دي

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
له پيښو سره دمبارزې دملي ادارې مرستيال وايي چې د هيواد په ځينو سيموکې د واورې سخت اورښت او د هوا سړښت زموږ د درې ويشتو تنو هيوادوالو د لمنځه تللو سبب شوي دي.
له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستيال اسلم سياس دباختر آژانس خبريال ته وويل: د هيواد په زياترو سيموکې د واورې سخت اورښت د دې سبب شو چې زموږ هيوادوالو ته د سرپه زيان سربيره مالي تاوان هم واوړي.
ده وويل: درې ويشت تنه دبدخشان، فراه او دپروان په ولايتونو او د هيواد په نورو سړو سيموکې د واورې دسخت اورښت او دهوا د سړښت له امله منځه تللي دي. د استوګنې اته اتيا کورونه په بشپړه توګه ويجاړشوي دي او هم د سړوسيمو د ځينو ولايتونو مواصلاتي لارې تړلې شوې دي .
سياس زياته کړه: له پيښو سره د مبارزې ملي ادارې په خپلو امکاناتو سره په اړو کسانو او په مصيبت ځپلو کورنيو د خوراکي توکو ، د سواندموادو او د جامو په ويشلو سربيره د نقدو پيسو مرسته هم کړې ده.
ده ټينګار وکړ: اړوندې ادارې دغه مرستې په زياترو ساحوکې په خلکو ويشلې دي او په نا آمنو سيموکې افغاني سرې مياشتې له اړو کسانو سره مرستې ته وردانګلى دى.
ده زياته کړه: له هرې هغې کورنۍ سره چې کوريې ويجاړ شوى دى؛ دشلو زرو افغانيو او له هرې کورنۍ سره چې کوم غړى له منځه تللى دى؛ د پنځوسوزرو افغانيو مرسته شوې ده .
سياس زياته کړه: د نړۍ د خوړو سازمان (آى – او – ام) يونيسف، هلال احمر او نورو موسسو هم په دې باب همکاري کړې ده .
دا په داسې حال کې دى چې نورو رسنيو د سر زيان شمېرلوړ ښودلى دى او اعلام يې کړى دى، خو له پيښو سره دمبارزې دتيارى د ملي ادارې مرستيال د نورو رسنيو له خوا د سر د زيان خپاره شوي ارقام د تاييد وړ ونه وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته