خبرونهامنیت

په کندهار کې څه باندې ۲ زره کیلوګرامه اومان له منځه یوړل شول

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د کندهار امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نېش ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو ۲ زره ۲۵۰ کیلوګرامه اومان کشف او له منځه وړي دي.

د کندهار امنيې قومندانۍ وياند حافظ صابر باختر آژانس ته وویل، چي دغه نشه يي توکي د نېش ولسوالۍ د کوتل پاج په سيمه کې د کشفي راپور پر اساس نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا په دې تړاو تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي، خو امنیتي ځوکونه یې د نیولو هڅې کوي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا