کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دملي اردو دوه تنه عسکر پرون دقندهار او د ارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې
په دوو جلا جلا چاودنو کې شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو دوه تنه عسکر د قندهار ولايت پنجوايي او د ارزګان ولايت دچورې دولسواليو په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې په واستولو کې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ