خبرونهامنیت

په کندهار کې چاڼيز عملیات پیل شول

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د مرکز کندهار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې چاڼيز عملیات تر سره کوي تر څو امنیت لا ښه شي.

کندهار امنیتي چارواکو باختر آژانس ته وویل، چې د مرکز کندهار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې یې چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

امنیتي مسوولینو دا یو مثبت ګام وباله، چي د ولس په خوښه یې اخیستی او په خپلو خبرو کې یې وویل، یوازینۍ موخه یې دا ده، ترڅو هېواد وال په امنه فضا کې ژوند وکړی.

هغوی په دې برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا