ټولنه

په سمنګانو کې ديوشمير ښځو لپاره دکورنيو بڼونو جوړول

کابل باختر د ثور ٢٢مه :
دکرنې اوبو لګولو او مالدارى  وزارت دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې د کورنيو  بڼګوټو دجوړولو په مقصد په شپږ سوه  بې وزلو ښځو دڅلور ډوله سبو تخمونه او شپږ قلمه کرنيزوسايل   وويشل .
دسمنګانو ولايت دکرنې  اوبو لګونې او مالدارى  رييس محمد رحمان ارغنديوال  باختراژانس ته وويل چې ددغې پروژې  بودجه درې مليونه او اته سوه  زره افغانۍ ده چې دسبو دتخمونو او کرنيزو  وسايلو دپيرودنې اودقطره يي اوبو لګونې دسيستمونو دلارو چارو دزده کړې اودکورنيو بڼونو د محصولاتو دراټولولو لپاره بيل کړى شوي دي.
دسمنګانو ولايت دکرنې اوبو لګونې اومالدارى  رياست دکورنيو داقتصاد مديرې ديده ګل دکرنيزو تخمونو او وسايلو دويش موخه دکورنيو داقتصاد وده اوددسترخوان بدلون اودماشومانو د خوار ځواکۍ له منځه وړل وبلل او ويې ويل چې له دې لارې د ايبکو په ښار او دسمنګانو ولايت دخرم سارباغ او فيروز نخچير  په ولسواليو کې  ددغه پروګرام تر پوښښ  لاندې نيول شوي دي.
دايبکو ښار _ انيچه دکلي  اوسيدونکي  پنځه ديرش کلنه ښځه راضيه وايي اوس په دغو وسايلو سره  کولاى شو کورني بڼګوټي  جوړ کړو او له محصولاتو څخه يې ګټه واخلو .
  ختم- عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته