خبرونهامنیت

په کندهار کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

 کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د کندهارامنیتي ځواکونو یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.

ژغورل شوی کس عصمت الله نومېږي او ۴۰ ورځې وړاندې د دایکنډي ولایت په مرکز کې تښتول شوی و، چې پرون د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې د سرتېرو له لورې وژغورل شو.

د کندهار ښار د ۲مې امنیتي حوزې آمر ملا شېرعلي نصرت الله وايي، چې انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو په موخه يې جدي هڅې روانې دي.

د نوموړي په خبره، عصمت الله نن بېرته روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د یادونې وړ ده، تښتول شوي کس د دایکندي ولایت په مرکز کې په یوه درملتون کې دنده درلوده، چې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه پر ازادېدو يې خوښي څرګنده او د دوهمې امنیتي حوزې له مسوولینو څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه يې وژغوره.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا