ټولنه

په سمنګانوکې ديرش تنه معلولان په خپلو پښو ودريدل .

کابل باختر دليندي پنځمه :
دسمنګانو په ولايت کې  ديرش تنه معلولان  د سويډن کميټې  دحرفوي زده کړو  له مرکز څخه  فارغ شول .
  په شمال زون کې دسويډن کميټې  دبيا ځواکمنۍ دبرخې مسوولې  منيژې باوري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغو معلولانو  په تيرو اتو مياشتو کې د خياطي،  ګلدوزى  او دموبايل دترميم لارې چارې زده کړي دي .
دې وويل  چې  فارغانو ته  دفراغت دسندونو دورکولو تر څنګ  ددوى له  کسب سره سم  دکار وسايل هم  ددغې کميټې له خوا ورکړى شوي دي .
  دې وويل  چې ددغه پروګرام هدف  دمعلولانو ځواکمن کول دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته