خبرونهټولنه

په کندهار کې ۱۵۸ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوه

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

د کندهار د کلیو بیا رغوني او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یونیسف په مالی ملاتړ د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کندهار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په نوې قلاچه سیمه کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په دې سره ۱۵۸ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې هڅه کوي د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم دا ډول پروژې د همکارو موسسو په مرسته تطبیق کړي، چي خلک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا