امنیت

د هېواد په جنوب کې اته تنه وسله وال وژل شوي دي

قندهار باختر د چنګاښ د میاشتې ۲ مه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د قندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په شاغنډۍ سیمه کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپیان شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې وسله والو طالبانو د ملي اردو په دفاعي غبرګون برید کړی چې په ترڅ کې یې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته