
کابل، د وږي ۲۵ مه، باختر
د کندهار ښاروالۍ مسوولین، وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۰ پراختیايي پروژو په پلې کولو سره ۱۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې یې د یادې ښاروالۍ په مالي ملاتړ څه باندې ۳۰ پراختیايي پروژې پلې کړي چې په کې ۱۷ زره کسانو ته د کارزمینه برابره شوې او هڅه کوي چې په راتلوونکي کې هم ورته پراختیايي پروژې پلې کړي.