ورزش

له نولس کلنۍ څخه ښکته دهېواد دکرکټ ملي ټيم دهند دسي اس اس ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
له نولس کلنۍ  څخه ښکته دهېواد دکرکټ ملي ټيم چې هند ته تللى دى پرون يې په يوه دوستانه لوبه کې دهند دکرکټ د سي اس اس  ټيم ته ماتې ورکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې پنځوس  اوره لوبه کې چې داورښت په نسبت  يو ديرشو  اورونو ته يې کمښت وموند دهند ټيم ماتې وخوړه .
له نولس کلنۍ څخه ښکته دهېواد دکرکټ ملي ټيم دتياري دنيولو په خاطر هند ته تللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته