
کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دامان او ژړۍ ولسوالیو کې ۳ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ صابر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دامان او ژړۍ ولسوالیو کې ۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ص