خبرونهروغتیا

په کندهار کې ۴۰ روغتیایی مرکزونه جوړیږې

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په کندهار کې د سرې میاشتي له خوا ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړېږې.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست ویاند ډاکتر عبدالمنان نادري د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاد روغتیايي مرکزونه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه جوړېږې.

نادري زیاته کړه، چې دغه مرکزونه په امتحاني ډول جوړېږي، که یې پایله مثبته وه، دې ته ورته روغتیایي مرکزونه به په ولسوالیو کې هم جوړ کړي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا