
۱– کابل، د غوايي ٢۴مه، باختر
د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي، چې د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې څلور تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ وياند حافظ صابر د باختر آژانس خبريال ته وویل، چې یاد کسان نن په څلورمه امنیتي حوزه کې نیول شوي، چې ښار کې به یې غلاوې کولې.
د یو بل خبر له مخې؛ د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې هم یو کس د غلا په تور له یوې تو مانچې سره نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شويو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر