ټولنه

د عدلیې وزارت خبرتیا

کابل / د وږي ۲۸ / باختر
لکه څنګه چې په دې وروستیو وختو کې لېدل کېږي د افغانستان د اسلامي امارت د حکم ، قانون ،پالیسی او اصولو ترعنوان لاندې په تولنیزو شبکو لکه فیسبوک، تویتر، تلیګرام او انستاګرام کې درواغ خپرېږي چې دغه رازخپرونې د خلکو د عمومي افکارو د مغشوش کېدو سبب کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت نه یواځې دغه رازناقانونه خپرونې په کلکه ردوي بلکې له ټولو وزارتونو او دولتي ادارو څخه غواړي چې ډېرژر په خپلواړوندوساحو کې د دغه راز آفواهاتو د خپرېدو مخه ونیسي او هغه رد کړي.
او د کشف او تعقیب له اداروڅخه غوښتل کېږي چې د دغه راز افواهاتو خپرونکي تعقیب او د قانون منګولوته وسپاري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته