خبرونهټولنه

په کندهار کې ۸۰ زره کسانو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابرېږي

کابل، د لړم ۱۹مه، باختر

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د UNDP مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونو ډالرو په لګښت په کندهار ښار کې د لمریزې برېښنا سېستم له لارې د پاکو اوبو رسولو پر ۷ پروژو کارونه روان دی.

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ريیس مولوي انجینر جانان اغا خالد د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د کندهار ښار د ډنډ چوک په سیمه کې لمریزې برېښنا سېستم له لارې د پاکو اوبو رسولو پروژو ۶۰ سلنه کارونه بشپړ شوي، چې نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا