ښوونه او روزنه

د لوګرپوهنتون دتدريسي ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
دنه ديرشو مليونو افغانيو په لګښت دلوګر پوهنتون دتدريسي ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو .
دلوګروالي محمدحليم فدايي ، سناتور ډاکترمحمداصف صديقي ، دلوګر دولايتي شورارئيس سيدقريب الله سادات ، دلوړو زده کړو وزارت سلاکار رحمت الله ځواک  او درسنيو ځينو کارکوونکو او مسوولينو  ددغې ودانۍ  دپرانستلو په غونډه کې ګډون کړى و.
دلوګر پوهنتون رئيس پوهنمل وحيدالله عبدالرحيم زي دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې دلوګر پوهنتون دتدريسي ودانۍ د جوړولو کار  ددوست هېواد هندوستان په مالي مرسته په اتلسو مياشتو کې بشپړيږي.
ديادونې وړ ده چې دغه ودانۍ  په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې له ملحقاتو سره يې شپاړلس خونې پکې په پام کې نيول شوي دي.
دلوګروالي وويل  چې پوهنتونونه ، ښوونځي او فابريکې انسان  جوړونکي دي  چې بايد هر هېوادوال دپوهنتونونو  اوښوونځيو ملاتړ وکړي.
همدا اوس  دلوګر پوهنتون په څلورو څانګو کيميا، بيولوژي ،رياضي او فزيک کې د ښوونې او روزنې ديوه پوهنځي په لرلو سره فعاليت کوي  او درې سوه پنځه تنه محصلان پکې په زده کړه بوخت دي  چې ٤٣ تنه يې نجونې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته