خبرونهامنیت

په کندوز کې د جوارګرۍ او غلا په تور ۱۴ تنه ونیول شول

 کابل، د تلې ۲۳مه، باختر

د کندوز امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا د جوارګرۍ او غلا په تور ۱۴ تنه نیول شوي دي.

د کندوز امنيې قومندانۍ وياند عبيدالله عابدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال ۱۴ تنه له وسلو او جوارګرۍ له وسایلو سره نیول شوي دي.

نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او د لومړنيو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا