خبرونهامنیت

طالبان: لسګونه افغان ځواکونه مو د اختر په مناسبت آزاد کړل

کابل / د غويي ٢٣مه / باختر

وسله والو طالبانو د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د لسګونو افغان ځواکونو د آزادولو خبر ورکړ.

دغه پوځيان پرون په سرپُل، جوزجان، فارياب او بادغيس کې آزاد شول.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټولنيزو شبکو کې ويلي دي چې په دې دوره کې يې ۴١ پوځيان د اختر په مناسبت خوشې کړي دي.

هغه دغه راز ويلي دي چې د روژې له پيل څخه تراوسه یې ۲۵۸ افغان ځواکونه له بند څخه خوشې کړي دي.

د افغانستان دولت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته