ښوونه او روزنه

په کند هار کې د وګړو د ليک لوست د زده کړي د بهير چټکتيا

کابل باختر د مرغومي ٢١ مــــــه

د کنړ ولايت د پوهنې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې  دښځو او نارينه و د باسواده کولو بهير ګړندي کړي دي

 ددوى دڅرګندونو له مخې : د ليک لوست د زده کړى د اته سوه مرکزونو په جوړ ولو سره هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې ټول بيسواده و ګړي باسواده کړي.

د وړاندې شويو شميرنو له مخې : په دغه ولايت کې دټولو وګړو په سلو کې پنځوس بيسواده دي .

د کند هار ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبد القوي منصف پرون په دغه ولايت کې دليک لوست له مرکزونو څخه دڅلور سوه پنځوسو تنو ښځو او نارينه و د فراغت په مراسمو کې وويل په پام کې دي چې په دغه ولايت کې په زرګونه کسان دروزنيزو مرکزونو په راتلونکو دورو کې ليک لوست زده کړي

 دمنصف دڅرګندونو له مخې دوى په کند هار کې بيسواده کسان د ليک لوست د زده کړي په څلور مياشتنيو کور سونو کې له نوم ليکنې وروسته تنظيموي

 د کندهار ولايت د پوهنې درياست له خوا د وړاندې شويو شميرنو  له مخې : دغه رياست له اتلو کلونو را په ديخوا اته زره تنه ښځې او نارينه باسواده کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته