امنیت

په سمنګانو ولايت کې دماينونو له شتون څخه دلسګونو زرو متره مربع ځمکې پاکول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢ :
په شمال زون کې دماين پاکولو  د ادارې  مسوولين وايي  چې  په روان هجري لمريز کال کې دسمنګان ولايت په مربوطاتو کې په لسګونو زره متره مربع ځمکه دماينونو له شتون څخه پاکه کړې ده.
په شمال زون کې دماين پاکولو د چارو دهمغږۍ دمرکز مسوول عبدالوکيل دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې دماين پاکولو بيلابيلې موسسې  په شمال زون  په تيره بيا  دسمنګانو په ولايت کې دماين پاکولو په لاره کې فعاليت کوي  او د روان  هجري لمريز کال په لومړيو دوو مياشتوکې دغو موسسو د ماينونو او ناچاودو  توکوله شتون څخه دسمنګانو ولايت  دخلکو داستوګنې د سيمو اود کرنيزو ساحو دپاکولو په  لاره کې ديادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
په همدې حال کې  افغانستان  په نړۍ کې يو داسې هېواد دى چې زيات شمېر ماينونه او نا چاودلي مواد پکې ښخ کړاى شوي دي؛ هغه بنسټونه چې د ماين پاکولو په برخه کې کار کوي؛ پخوا ويلي وو چې تر  ٢٠٢٣ ميلادي کال پورې  ددغه هېواد ټولې سيمې دماينونو له شتون څخه پاکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته