امنیت

د ډايالک کميسيون ته وسلې وسپارل شوې

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
شپږ ويشت ميله وسلې نن په بغلان ولايت کې د وسلو د راټولو کميسيون ته وسپارل شوې.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اسد الله شيرزاد باختر آژانس ته وويل: يو توغندي ويشتونکي، يوهاوان او څوميله تومانچې، د اندراب ، دهنه غوري او دمرکزي بغلان له ولسواليو څخه د امنيتي ځواکونو لاس ته وراغلې وې چې د وسلو د راټولو کميسيون ته وسپارل شوې.
شيرزاد زياته کړه: په روان کال کې اته اتيا ميله وسلې د بغلان د امنيې قوماندانۍ له خوا د وسلو د راټولولو کميسيون ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته