کابل باختر دسلواغې ديارلسمه :
په هرات کې دفوټسال دغوره ليک سياليو پرون په دريو لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې داتفاق ټيم دنهو په وړاندې په يوولسو سره دکوثر پرټيم بريالى شو .
دعرفان ټيم دصفر په وړاندې په ١١ سره دميهن ټيم ته ماتې ورکړه او ددوستانو ټيم دڅلورو په وړاندې په پنځو سره دعامې روغتيا ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د ١٦ ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوي دي چې په دوام يې نن دکوثر ټيم دذوالفقار له ټيم سره ، دامام فخر ټيم دراهيان نور له ټيم سره او داشراق ټيم دپيمان له ټيم سره لوبه کوي .
ديوبل خبر له مخې، په هرات کې دفوټسال دغوره ټيمونو سياليو په شپږ لوبو سره دوم وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو لوبو کې درازي ټيم دشاهين ټيم ته ماتې ورکړه ، پيمان دبرياليتوب له پولې څخه تير شو ،داستقامت ټيم دوحدت پرټيم بريالى شو او دراهيان نور ټيم ته يې ماتې ورکړه .
دعمر خيام ټيم دافغان ټيم ته ماتې ورکړ او په وروستۍ لوبه کې داماني ټيم دنوايي ټيم په وړاندې ماتې وخوړه . دغه سيالۍ د ٢٤ ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل