امنیت

انکشافي خبر

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٠:
په کابل ښارکې د نننۍ تروريستي پيښې له  امله د سر د زيان او د ټپيانو شمېر مخ په زياتيدو دى.
ويل شوي دي چې د دغې پيښې کابو ٦٠ تنه ټپيان د کابل ښار د ايمر جنسي روغتون او ٩٠ تنه نور د وزير محمد اکبر خان روغتون ته ليږدول شوي دي.
د کابل د پوليسو يو خبرځاى وايي چې ښايي د دغې پيښې د ټپيانو شمېر زيات شي، ځکه په هغې ساحه کې چې پيښه رامنځته شوې ده، د پلټنې عمليات هماغه شان دوام لري او زياتره خلک د ښيښو د ماتيدو له امله ټپيان شوي دي.
د پيښې ساحه د پوليسو له خوا کلابنده ده.
ويل کيږي چې ځانمرګى بريد په موټرکې د ځاى پرځاى شوي بمونو له امله ترسره شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته