ورزش

د نجونو ترمنځ په هرات کې د بدمنتون انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
د هرات ولايت د بدمنتون فدراسيون په دغه ولايت کې د نجونو انتخاباتي سيالۍ پرون پيل کړې دي .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سيالۍ چې د شهيد ميرويس صادق په لوبغالي کې پيل شوې دي؛ په دوو ګروپونو الف او بې کې ٣٦ تنه ورزشکارې نجونې د يوې مياشتې لپاره سيالي کوي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د دغو سياليو په لومړۍ ورځ له الف ګروپ څخه مريم افشار او شبانه افشار او په بې ګروپ کې سينا او زرمينه په خپلو سيالانو بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته