روغتیا

په کونړ کې یوشمېر روغتیاپالانو په کاري اعتصاب لاس پورې کړ

۲۹- کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د اسعدآباد د مرکزي روغتون روغتیاپالانو په کاري اعتصاب سره، د خپلو حقوقو او د روغتیایي خدمتونو د کیفیت د ښه والي غوښتنه وکړه.
هغوی وویل چې تر هغه وخته خپلو دندو ته نه ګرځي چې غوښتنې یې نه وې منل شوي.
د یادو روغتیاپالانو مشر ډاکټر تیمورشاه وایي: هیلنټ موسسه چې د روغتیایي چارو مسوولیت په غاړه لري، هغه روغتیایي خدمتونه چې لازم دي، ولس ته نه ترسره کوي او د روغتیاپالانو معاشونه یې هم کم کړي دي.
د دوی په خبره؛ تر عامې روغتیا وزارت پورې یې خپل شکایتونه رسولي دي او وزارت هم پر یادې موسسې منلې ده چې د روغتیایي خدمتونو او د روغتیاپالانو ستونزې حل کړي، خو هیلنټ موسسه د وزارت له پرېکړې سرغړونه کوي.
څو نور ډاکټران چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي؛ وایي چې د کونړ د عامې روغتیا رییس او یوشمېر نور ولایتي چارواکي په دغه فساد کې له هیلنټ موسسې سره شریک دي او دغه جنجال له دوو کلونو راپدېدخوا د دوی ترمنځ روان دی او دوی دې ته اړ شول چې په کاري اعتصاب سره د اسعدآباد څلورلاره وتړي.
دوی وایي: له هغه وخته چې د اسعدآباد د مرکزي روغتون مسوولیت هیلنټ موسسې ته سپارل شوی دی؛ نه د ناروغانو سمه درملنه کېږي او نه هم هغوی ته دارو درمل ورکول کېږي، په همدې دلیل دوی دې ته اړ شول چې خپل غږ پورته کړي.
په کونړ کې د باختر آژانس سیمه ییز خبریال په دې اړوند د هیلنټ موسسې له مسوول سره د خبرو هڅه وکړه، خو بریالی نه شو. دغه راز د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالعزیز ساپی هم خبرو ته نه دی حاضر شوی.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته