ټولنه

د اتيا کورنيو لپاره دڅښاک اوبه تامين شوې .

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه  :
د اوبو يوه  شبکه پرون  دپنجشير ولايت په  بازارک  کې  پرانېستل  شوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، داوبو رسولو دغه شبکه په هره ثانيه کې ديو اعشاريه دوه څلويښت ليتره اوبو په ظرفيت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکليوالي  اوبو رسولو  او اوبو لګولو پروګرام له لارې دماليې  وزارت له بودجې  څخه دڅه ناڅه درې مليونو افغانيو په لګښت په دوومياشتو کې ددغه ولايت دمرکز بهارک  ، بازارک په سيمو کې  جوړه شوې ده .
دپنجشير ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس وويل چې داوبو رسولو  ددغې شبکې په بشپړيدو سره اتياکورنۍ  دڅښاک له اوبو څخه برخمنې شوې     پاى  ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته