امنیت

داشکمش ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال مرستيال ووژل شو.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ١٤
دتخار داشکمش ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو د ډلې دنومول شوى ولسوال مرستيال دخپل ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شو.
دتخارد پوليسو وياند خليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل : په قاري عمري مشهور قاري حکم خان مشهور ماين جوړونکي او د تخار داشکمش  ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو د ډلې دنومول شوى ولسوال مرستيال تيره شپه کله چې داشکمش ولسوالۍ په چشمه ماهيان کلي کې په ماين ښخولو بوخت و دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شو.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دې پيښه کې د ده دوه تنه نږدې همکاران سخت ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته