کابل باختر دتلي اوولسمه :
وسله والوطالبانو د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ په امنيتي پوستو پراخ يرغليز بريدونه وکړل .
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د زيباک ولسوالۍ د نيولو نيت درلود چې د امنيتي ځواکونو له متقابل بريد سره مخامخ شول او له امله يې اووه تنه طالبان ووژل شول او ديارلس تنه يې ټپيان او نور يې وتښتيدل .
د بدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمر وايي: که چيرې طالبان بيا هم د دغې ولسوالۍ د نا امنۍ نيت ولري؛ بايد په دې پوه شي چې نه بريالي کيږي، ځکه دبهارک، اشکاشم او د شغنان له ولسواليو او ددغه ولايت له مرکز څخه کومکي ځواکونه د زيباک ولسوالۍ ته استول شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل