ټولنه

جمهوررئیس غني د نادرپښتون واټ د اورلګېدنې زیانمنو شویو سره وکتل

کابل باختر د مرغومي اتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه نادرپښتون واټ کې د اورلګېدنې له امله د سوداګریزو مارکیټونو له زیانمنو شویو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې محمد ابراهیم رسولي د زیانمنو هټیوالو په استازیتوب له جمهوررئیس څخه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د ملاتړ مننه وکړه. هغه زیاته کړه، په نادرپښتون مارکېټونو  کې د ۷ مارکېټونو په ګډون د الکترونیکي وسایلو ۸۳۷ هټۍ سوځېدلي او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی.
رسولي وړاندیز وکړ چې د دغو مارکېټونو د سوداګرو د زیان د جبرانولو په خاطر دې دغه دولتي جایداونه ۲۵ کاله له کرایې پرته هټیوالو ته ورکړي او یا دې هغوی ته له ټکس پرته اوږدمهال پور ورکړل شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني په نادرپښتون مارکېټونو کې د اورلګېدنې له امله اوښتې زیانونه خصوصي سکتور ته ستر زیان وباله او وې ویل، خصوصي او دولتي سکتور دې په ګډه په هغه سیمه کې د الکترونیکي وسایلو معیاري کمپلکس جوړ کړي.
جمهوررئیس غني د ځمکو او ښار جوړولو  وزارت، کابل والي او د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د سیمې د ارزولو او د شتمنیو د تثبیت لپاره دې ټیم جوړ او د معیاري کمپلکس جوړولو طرحه دې ترتیب کړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، په خصوصي او دولتي مشارکت کې د معیاري  کمپلکس او نورو مسایلو لپاره د خصوصي سکتور او حکومت رول روښانه کېږي. 
دغه راز جمهوررئیس د ځمکو او ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د هټیوالو بېړنیو اړتیاو ته د رسیدګۍ په موخه دې له پیش ساخت قطعاتو څخه د استفادې امکانات وارزوي او په نادرپښتون واټ ساحه کې دې د معیاري کمپلکس طرحه او په سیمه کې د ودانیو د ارزولو کارډير ژر پیل کړي.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته