امنیت

په بغلان کې د انسان تښتوونکو له منګولوڅخه د يو ځوان ژغورنه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو يو ځوان چې له تښتونې وروسته له کابل څخه پلخمري ته ليږدول کيده؛ تېره شپه د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره .
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نورحبيب ګلبهاري باختر آژانس ته وويل: يو ځوان چې د حربي ښوونځي زده کوونکى دى او کله چې د حربي ښوونځي په لور روان و؛ د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو او له بېهوښه کولو وروسته د بغلان ولايت ته ليږدول کيده .
امنيه قوماندان زياته کړه: د کيله ګي په مربوطاتو کې دپوليسو دپلټنې له پوستې سره د مخامخ کيدو وروسته دغه ځوان يې له موټر څخه وغورځاوه او په خپله په تيښتې بريالي شول.
دغه ځوان نن کورنۍ ته يې سپارل شو .
د ده د دغې پيښې علت د دوو قومونو ترمنځ شخصي دښمني وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته