کابل باختردغويي دمياشتې ٩ مه :
د داعش د ډلې شل تنه عړي د نويو نښتو له امله په ننګرهار ولايت کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه په کوټ او اچين ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې شل تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: دغو داعشيانو په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې د وسلو درې ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې دي.
دغه ډيپوګانې د هسکې مينې، اچين او کوټ په ولسواليوکې د داعشيانو په پټنځايونوکې ساتل کېدې.
په ننګرهار ولايت کې يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپوګانوڅخه څو سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل