خبرونهټولنه

په کونړکې 360 کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې

 کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د کونړ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په اسمار او غازي آباد ولسوالیو کې ۳۶۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوې ده.

د کونړ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس شمس الرحمن سېلاب باختر آژانس ته وویل، چې په اسمار او غازي آباد ولسوالیو کې د چیف موسیسې په مالي لګښت ۱۲ ژورې څاه ګانې کیندل شوې، چې پرمټ یې ۳۶۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوه.

د سېلاب په خبره،  د دې ترڅنګ یې د ۸ څاه ګانو د ترمیم چارې هم بشپړې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي د دغه څاه ګانو په جوړولو خوښ دي او دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.

یاده دې وي، چې له دې واړندې هم په چپه درې ولسوالۍ کې یو شمېر څاه ګانې جوړې شوې، چې دا وخت ترې په سلګونو خلک ګټه اخلي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا