ښوونه او روزنه

د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د شپږ زره نویو ښوونځیو د عملي کار پیل

 کابل باختر د  تلې ٢٦ مه
د نوي ښوونیز کال په پیل کې د جمهور رييس له ژمنې سره سم چې په ټول هیواد کې به شپږ زره نوي ښوونځي جوړوي، د دغو ښوونځیو د جوړولو عملي کار نن د تلې د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغان حکومت له لوري د کابل ګلدرې ولسوالۍ له قول نعمت کلي څخه پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې اقلیمي شرایطو او مناسب کیفیت ته په کتو سره د دو کلونو په موده کې شپږ زره نوي ښوونځي جوړ شي.
دغه ښوونځي به د ولسي پیوستون پروګرام په چوکاټ کې جوړ او لګښت یې د افغان حکومت او نړیوالو شریکانو له خوا په ګډه ورکول کیږي.
د دې پروګرام په پرانېست غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست او د زیر بناء په چارو کې د جمهورياست د عالي مقام ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د کلیو بیا جوړولو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي، د بېلابیلو دولتي ادارو مسوولینو، قومي مخورو او د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو ګډون کړې وو.
د مالیې وزارت سرپرست   ډاکټر محمد همایون قیومي، د دغو ښوونځیو د جوړیدو په اړه وویل:" د دغو ښوونځیو په جوړیدو سره کولی شو لوی ملي موخې لکه سمبالو ښوونځیو ته د دوو میلیونو څخه زیاتو ماشومانو چې زیاته برخه به یې نجونې جوړوي د لاسرسي، د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړوالی، د بیسوادۍ کچې کمول او د بشري ځواک د وړتیا لوړول، په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو هیواوالو ته د کاري زمینې پیدا کول او د ازادې سيالۍ له لارې د زرګونو ښوونکو استخدام تر لاسه کړو."
د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل : د افغانستان جمهورر‌ييس د ۱۳۹۷ ښوونیز کال په پیل کې د ښوونې او روزنې د سیستم معیاري کولو لپاره د شپږ زره نویو ښوونځیو د جوړیدو وعده ورکړې وه. نن ورځ د دغو شپږ زره ښوونځیو د جوړیدو عملي کار پیلوو." نوموړي زیاته کړه : "اقلیمي او جغرافیایې شرایطو ته په کتو سره ښونځیو ته ۲۸ بېلابیلې نقشې ډیزاین شوي دي، چې په څلورو کټګوریو ویشل کیږي چې د شپږو، اتو، لسو او دولسو ټولګیو ودانۍ په کې شامل دي. د دغو ښوونځیو د جوړیدو په دوام به زموږ زیات شمېر هیوادوالو ته کاري زمینې برابرې شي.
د دې ښوونځیو په جوړیدو کې به له سيمه ېيزو ساختماني موادو څخه ګټه واخیستل شي چې د جوړیدو لګښت یې ۱۷۵ میلیونه ډالر کیږي."
د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي، د مالیې وزارت له سرپرست څخه د دغو ښوونځیو د طرحې او کاري پلان له بشپړېدو او د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا له وزیر څخه د دې ملي پروژې له پلي کیدو  څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغو ښوونځیو په جوړیدو سره به په هیواد کې سمبالو ښوونځیو ته د زده کوونکو لاسرسی له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړ شي.
دغه پروګرام به په دو پړاوونو کې بشپړ شي؛ په لومړي پړاو کې به د ۲۶۴۷ ښوونځیو په شاوخوا کې جوړ شي او په دویم پړاؤ به یې د ۱۳۹۹ کال تر نیمایې پورې له درې زرو څخه زیاتو ښوونځیو په جوړیدو سره په ۳۴ ولایتونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي.
د دې پروژې په بشپړیدو سره به له دوو میلیونو څخه زیاتو زده کوونکو ته د با کیفیته زده کړو زمینه برابره او زرګونو هیوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصت برابر شي. همدا شان یاد پروګرام د بیسوادۍ کچې د کمولو او د بشري ځواک د وړتیا لوړولو سبب ګرځي چې له دې سره به حکومت په ټول هیواد کې د ازادې سيالۍ او اداري اصلاحاتو له لارې زرګونه ښځینه او نارینه ښوونکي استخدام کړي.پاى ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته