
کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر
د کونړ او سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د کتاب لوستلو اوونۍ نمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نجیب الله حنیف باختر آژانس ته وویل، چې دغه نندارتون یې د کتاب اوونۍ نمانځنې او مطالعې دود د ودې او پیاوړتیا په موخه جوړ کړی دی.
ورته مهال سرپل کې هم کتاب اوونۍ د نمانځنې او د مطالعې دود د ودې په موخه د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتاب اوونۍ نمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي وو.
جهانیار