کابل /باختر / دلړم ١١مه :
٤ تنه ملکي کسان په قندهار کې دماين په چاودنه کې ټپيان شول .
ددغو ملکي وګړو دسپرلۍ موټر پرون ناوخته دقندهار ښار _ترينکوټ په لويه لاره کې دطالبانو له خوا په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
دقندهار والي حيات الله حيات باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ديوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون ٤ ملکي کسان ټپيان شول
هغه وويل: دغه کورنۍ دلسګونو نورو کليوالي کورنيو په شان په شاه ولي کوټ کې دطالبانو دخبردارۍ له امله له خپل کور څخه وتلي و ، چې ددوى دسپرلۍ موټر په ماين وخوت او چاودنه رامنځته شوه .
دقندهار ديو روغتون ډاکترانو ددغې چاودنې ددرېو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
سيمه ييزو مقاماتو دطالبانو ډله ددغه ماين دښخولو عاملين بولي .که څه هم دغې ډلې تراوسه پورې ددغې پېښې مسووليت په غاړه نه دى اخستى .
ختم_ ج _ اکرم