سیاست

دافغانستان دملي دفاع وزارت لوى درستيز دامريکا له لوى درستيز سره وکتل

کابل باختر د کب  دولسمه :
  موږ  يوځل بيا خپله ژمنه نوې کوو چې دغوڅ ملاتړ په بهير کې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونوسره په ټول قوت همکارۍ کوو دامطلب دامريکا دمتحده ايالاتو دوسله  وال پوځ  لوى درستيز  دملي اردو له لوى درستيز سره په کتنه کې څرګند کړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي  دفتر  باختر اژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې ددواړو لورو ترمنځ د سيمې  په امنيتي وضعي او روانو حالاتو د ملي اردو په پرمختياوو او سمبالښت ا دغوڅ ملاتړدماموريت په بهير کې ددې هېواد او نړيوالې ټولنې دمرستو په باب  خبرې وشوې
په دې کاري کتنه کې دملي اردو لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب  قدم شاه (شهيم)  په خبرو کې دامريکا دمتحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې د ارزښتناکواو هميشنيو مرستو له امله قدرداني  وکړه او ويې ويل : افغان اتلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په ډيرې ميړانۍ اوزړورتيا  ترهګرو او دهشت ګرو ته مرګوني ګوزارتونه ورکړي  او په ډيرې ميړانۍ دخپلې خاورې دفاع وکړي په ښې  همغږي او لوړ مورال دغو ملي او رسالت مندو دندو ته دوام  ورکوي .
وروسته دامريکا دمتحده ايالاتو دوسله وال پوځ  لوى درستيز ستر جنرال  دانفورد  په داسې حال کې چې دغوڅ ملاتړ  دماموريت نوى قوماندان ستر جنرال  جان ويليم نيکلسن هم حضور درلود په خبرو کې دافغان ملي اردو  دفداکاريو او قربانيو په ستاينې سره يادونه وکړه او ويې ويل :افغان ځواکونو  دخپلو برياليو فعاليتونو په ترڅ کې څرګند  پيغام ردلودچې کولاى شي  دسولې  او وطن  دښمنانو په وړاندې په کلکه ودريږي او په زړه ورتيا سره  دخپل هېواد دفاع وکړي .
ده وويل: موږ يوځل بيابيا خپله ژمنه نوې کوو چې له افغان ملي  اردو سره دښوونې او روزنې پوځي تجهيزاتو اولوژستيکي اکمالاتو او په افغانستان کې  هميشني  سولې  په لاره کې  له نړيوالې ټولنې سره يوځاى خپلو ملاتړيزو مرستو ته دوام ورکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته