
کابل، د غبرګولي ٤مه، باختر
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د تېرې شپې اورښت، ږلۍ او سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د دغه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوول انجنیر احسان الله باختر آژانس ته وویل، دغه توپاني اورښت او سېلابونو د شیګل ولسوالۍ په لاحسین او شینکوړک سیمه کې کورونه، باغونه، د چرګانو فارمونه، برېښنايي تختې، ویالې، سربندونه او لويې لارې زیانمنې کړي دي.
د چرګانو د فارم څښتن روح الامین باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په فارم کې یې ٣ زره رسېدلي چرګان له منځه تللي او د فارم ودانۍ یې تخریب شوې ده.
نوموړی دې برخه کې له اسلامي امارت او مرستندویه څخه د مرستې غوښتنه کوي.
لمر