امنیت

په سرپل کې د شيرآبه د بريښنا د بند د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر دتلي يوولسمه :
په سرپل ولايت کې د شيرآبه د بريښنا بند د جوړولوکار نن پيل شو .
د سرپل والي محمد طاهر وحدت د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه بند د نړيوال بانک په مرسته د پنځه شپيتو مليونو ډالرو په لګښت د سرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د شيرآبه  درې  په سيمه کې د قره سيند په وړاندې جوړيږي .
وحدت زياته کړه: دغه بند چې په دووکلونوکې به ګټې اخستنې ته وړاندې شي چې ددغه ولايت د خلکو ستونزې لرې کوي.
په ولايتي شورا کې د سرپل د خلکو منتخب استازي عنايت الله د دولت د دغه اقدام له امله د قدرانۍ په ترڅ کې وايي چې دغه پروژه د سرپل ولايت خلکو ته لومړي بنسټيزو او حياتي پروژه بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته