روغتیا

دګوزڼ دواکسين پروګرام په قندهار کې پيل شو

کابل- باختر دکب څوارلسمه :
دپوليو يادماشوما نو دفلج دواکسين دتطبيق  درې ورځني پروګرام پرون په قندهار او هلمند ولايتونوکې پيل شو .
دقندهار ولايت دغورک ولسوالۍ چې نوى ددولت تر واکمني لاندې نيول شوې ده کلونه کلونه کېږي چې دپوليو واکسين په دغې ولسوالۍ کې نه دى تطبيق شوي .
دقندهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا  باختراژانس ته وويل دغه پروګرام دقندهار او دهلمند دولايتونوپه  ١٥ ولسواليو کې عملي کېږي چې پخوا په دغو ځايونو کې دپوليو واکسين نه دى تطبيق شوي .
ډاکتر پخلا زياته کړه په دې  درې ورځني پروګرام کې درې سوه دوه اتيا زره تنه ماشومان په قندهار ولايت کې او دوه سوه دوه اتيا زره تنه ماشومان په هملند ولايت کې واکسين کېږي .
دقندهار والي ډاکتر توريالي ويسا ددغه پروګرام پيل ددغې وژونکې ناروغي به له منځه وړولو کې ګټور وباله او دولسوالۍ له ټولو اوسيدونکو قومي مخورو اودجوماتونو له ملا امامانو څخه يې وغوښتل له روغتيايي کارکوونکوسره مرسته او همکاري وکړي چې دواکسين دغه پروګرام په ښه توګه تطبيق شي .
دغه راز دقندهار والي له مخالفينو څخه هم وغوښتل چې دواکسين دتطبيق په لاره کې مخالفت ونه کړي او له رضاکارانو سره دې مرسته اوهمکاري وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته